غزل
يار مې کبرجن شو څه به ووايي و ماته
Khushal Khan Khattakيار مې کبرجن شو څه به ووايي و ماته
درومه، صبوري کړه، نور به څه وايم و تاته
صبر به هر گز له هسې ياره وکړای نه شي
درومه سکه دعا کړه، چې دې مينه شي ترې ماته
تل دعا زاري کړم، لا مې مينه پرې زياتېږي
ژاړه، ژاړه، ژاړه گوندې غوږ کا ستا ژړا ته
تل په ورټ، ورټ ژاړم لا يې زړه په ما ښه کېږي
لا په ورټ، ورټ ژاړه چې يې لاشي خوښي زياته
خوښ به لا هاله شي چې زه ومرم په ژړا کې
ومره چې دا مرگ دې لا بهتر دی تر حياته!
زه په مرگ راضي يم رقيبان به خوارايخ کا
مخ د رقيب تور شه گوره ته ديار رضا ته
شه په مرگ راضي خوشال، يوه خبره وايم
يا رکه مخامخ په وخت دمرگ کښېني وماته