غزل

يار په څه بې وفايې کا

Khushal Khan Khattak

يار په څه بې وفايې کا

چې بې جرمه جدايي کا

لکه شمع له ما درومې

په بل ځای به روښنايي کا

عاشقي دې هغه کاندي

چې قبوله رسوايي کا

په بل ځای کې شراب خورينه

په ما راشي پارسايي کا

څو ښايست لري دلبره

هومره کبر منايي کا

خوار خوشال ته د سرو شونډو

بوسه ورکړه گدايي کا