غزل

يار زما کره دننه

Khushal Khan Khattak

يار زما کره دننه

زه يې سر يم په غوښتنه

عجب حال راباندې پېښ دی

درومه! هيڅ مه کړه پوښتنه

د وصال په اوبو ومري

اور چې ولگي په ينه

که په رنگ کې زېړ ليده شي

گنگو، نه يې کور کمنه!

کوم ماتم درباندې پېښ دی

د اختر په ورځ خيرنه!

خوشال تل په غم کې ښه دی

غم دې نه ځي له غمجنه