غزل
يوه بده زمانه شوه درېغه، درېغه
Khushal Khan Khattakيوه بده زمانه شوه درېغه، درېغه
له هر چا مې د خاطر مينه امېغه
مهر، مينه، محبت له زړونو لاړ شو
سينې ډکې شوې همه له مکره، زېغه
چې يې ځای په دواړو سترگو باندې زه کړم
هم هغه مې هلاکت غواړي بې تېغه
چې ددې دور فتنو وته وگورم
ولې کاڼي، تيږې نه ووري له مېغه
د زړه راز د بې دردانو نه پټ ښه دی
که له درده دې سينه شي سره هېغه
په نوبت به د هر چا تر ځيگر خېژي
د قضا نېزه و هر چا وته نېغه
که په تن شاه جهان د زمانې شې
هم دې نه وينم خلاصی د مرگ له تېغه
که بازادار يې پسې ورو کاندي بندونه
د کرغول يې علاج کوم دی بې کريغه
فهم وکړه که خودبين او خودنما شې
زمانه به دې پيامال کاندي تر زېغه
زورور چې په لاس ونيسي ناسازې
هی توبه د زورورو له بلمېغه
دا په خم ختلې غوا که هر څو لوشې
سيم و زر به يې حاصل نه کړې له لوېغه
تا به چيرې هومره کبر، هومره خيال کړ
که دې نه وای رنگ زېبا په صورت سېغه
چې دې ښه له خويه، بويه خبردار شوم
له خوشال سره ياري کړې په دروېغه