نظم

يوه ښه ديني عورته

Khushal Khan Khattak

يوه ښه ديني عورته

خوښ صورته خوښ سيرته

بل ښه آس بله ښه توره

بله زغره پر قيمته

په جهان کې دا په کار دي

نور همه وهه په لته

که تر دا پاتې څه نور شته

نشته بې له ښه نگهته

چې بهتر تر دا همه دی

نشته بې له عبادته