غزل
يوه نخښه درته وايم د بې شرم
Khushal Khan Khattakيوه نخښه درته وايم د بې شرم
په وعده په قول نه وي نرم گرم
خدايه! ما د هغو مل مه کړې په لارې
چې يې نه وي په ياريه کې ازرم
د ناکس ياري په مثل د اورو ده
چې د باد په مخکې درومي ترم ترم
يوه بده زمانه شوه، درېغه درېغه
په هر چا چې د ياريې باور ورم
که هندو، که مسلمان د پت په کار کې
چې مې وليدل د هېچا نشته برم
څوک چې نرم ويل کا، عمل يې گوره!
ټگان هم په خوله ويل کا نرم نرم
د هغو و مخ ته مه گوره خوشاله!
چې يې سخت په بې شرمۍ کې د مخ چرم