غزل
يو دا هسې ښه بهار
Khushal Khan Khattakيو دا هسې ښه بهار
بيا پرې صوت د هزار
څوک سواره په عراقيانو
تر چا لاندې ښه رهوار
په لاس ناست خاصه بازونه
په هر لوري خاصه ښکار
ښه گرجی وړاندې نيولی
د بازونو سره يار
ښه تازي په ډور تړلي
پرانتلی په وار وار
زړه فارغ له هره لوريه
پکې واړه خيال د يار
تر دا هسې ښه هوس به
زه خوشال کړم دنيا خوار