غزل يو قدم چې په خلاف د نفس روان شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يو قدم چې په خلاف د نفس روان شي په هغه زمان ولي هغه انسان شي 02 چې د نفس په حکم درومي هغه خوار وي سړيتوب ور څخه مه غواړه، شيطان شي 03 دا سړی چې پرښته دی هم شيطان دی که سړی و خپل عمل ته نگران شي 04 يو په بد عمل کې ځي تحت الثری ته بل په ښه عمل کې پاسه په اسمان شي 05 دا سړي دي چې په عقل کې سړي دي دا سړي دي چې په عقل کې د دان شي 06 دا خونونه په ټوپک په توره نه شي دا خونونه چې د خلقو په زبان شي 07 تربيت که د باغوان دلاسه مومي په هر ځای باندې گلونه د بوستان شي 08 هر استاد سره چې کښېني يوڅو ورځې د هغه هنر په ده کې نمايان شي 09 د نېکانو په صحبت کې بدښه کېږي اولياء له اولياء نه را عيان شي 10 چې مغولو سره کښېناستې مغول شې د افغان سره چې کښېني نور افغان شي 11 د خوشال سره که کښېني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شي Dictionary meaning × Headword