غزل

يو څه داغ لرم په زړه د نادرستو

Khushal Khan Khattak

يو څه داغ لرم په زړه د نادرستو

ددې داغ علاج ونه کړ سستو، پستو

يا يې عين په زړه وخوري يا زخمي ځي

چې هوسۍ په پره ورسي د چستو

د بې ننگو بې ننگي مې به ارمان شي

خدای به واړه چارې ښې کا وړاندې ، وروستو

د بڼو اوښکې مې وينې شي ترې څاڅي

دا د تن جامې مې نه وی د اغوستو

د دردمنو حال دردمن په قياس معلوم کا

که يې وايي، ښکاره نه دي په تندرستو

دا غزل چې د خوشال ورشي تر سرايه

ښه ياران به يې نارې و کا دلوستو