نظم

يو شان راته ښکاره شو

Khushal Khan Khattak

يو شان راته ښکاره شو

کار د شعر، د شهوت

که دادی که هغه دی

دواړه غواړي ښه صورت

چې ښه حسن ښکاره شي

شگفته شي طبيعت

بل چې ښه صورت وويني

نور انگېز وکا الت

غزل بې غزاله نه وي

جلق واهه شي ضرورت