غزل يو ځل وليدې ديار پرېشانې زلفې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يو ځل وليدې ديار پرېشانې زلفې په عارض باندې حلقه پېچانې زلفې 02 که تور تم لري ظاهر سياهي د زلفو حقيقت لري سفېدې روښانې زلفې 03 دا قدرت الهي دی راشه گوره د دانا دگردن طوق نادانې زلفې 04 هم په څېر يې د خپل ځان په زړه حيران کړم په اوږو د يار پرتې حيرانې زلفې 05 په شميم دخوشبويۍ يې زه خوشبو شوم خدای دې نه کا په خپل داد پښېمانې زلفې 06 په وم لوري به زه سر تر نه وکاږم و گردن ته مې پرتې ريسمانې زلفې 07 ځکه ژاړم په دوو سترگو اوښکې وينې چې رحمان ويني د يار خندانې زلفې Dictionary meaning × Headword