غزل

يو ځل وليدې ديار پرېشانې زلفې

رحمان بابا

يو ځل وليدې ديار پرېشانې زلفې

په عارض باندې حلقه پېچانې زلفې

که تور تم لري ظاهر سياهي د زلفو

حقيقت لري سفېدې روښانې زلفې

دا قدرت الهي دی راشه گوره

د دانا دگردن طوق نادانې زلفې

هم په څېر يې د خپل ځان په زړه حيران کړم

په اوږو د يار پرتې حيرانې زلفې

په شميم دخوشبويۍ يې زه خوشبو شوم

خدای دې نه کا په خپل داد پښېمانې زلفې

په وم لوري به زه سر تر نه وکاږم

و گردن ته مې پرتې ريسمانې زلفې

ځکه ژاړم په دوو سترگو اوښکې وينې

چې رحمان ويني د يار خندانې زلفې