غزل
يو ځله که ووينم بيا وچولی د يار خپل
Khushal Khan Khattakيو ځله که ووينم بيا وچولی د يار خپل
نور به تر قيامته شکر وايم د دادار خپل
هر چې بار يې پرېوت په ځای پاتې شو له ملونو
بې وفا يارانو تيارۍ وکړې د بار خپل
ښه سړی پردی په دلاسا په نېکۍ خپل کا
کومه ښاغلتيا ده چې څوک بد کا زړه ديار خپل
درد د زړه پنهان ساته، که وينې دې ځيگر شي
مه وايه دښمن ته که دې دم خېژي اسرار خپل
زه خو اميدوار يم گوندې وي چې مرهم کښېږدي
پس له انتظاره په پرهار د اميدوار خپل
حکم حکم ستا دی که اشتي کوې که جنگ کړې
ما له لاسه واجاوه اوس حکم انتظار خپل
زړه! که عافيت غواړې نظر په کښليو مه کړه
هر چې کښلي گوري، نور دې واچوي قرار خپل
گبر، که ترسا دی، که جهود، که مسلمان دی
دين قبله لري، زما قبله دی مخ د يار خپل
مه وايئ و چا ته د خاطر له درده، دوکه
ای زما لېمو! چې څوک به نه مومي غم خوار خپل
يو ځله د زړه په غوږو فهم کړه خوشال ته
تاوته چې عرض کا گوښی، گوښی د زړه راز خپل