غزل

زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم

Khushal Khan Khattak

زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم

د خپل يار دپاره دا جوروستم وړم

د لاله غوندې داغدار په جهان راغلم

هم دا داغ به له جهانه د صنم وړم

په وصال يې د جهان خو ښيه راغلې

چې له كښليو جدا كېږم ځينې غم وړم

په عالم د مجنون غږ دى ، مرد مې بوله

په محشر كه ځنې وړاندې خپل علم وړم

هر قدم په ځيگرخون ږدم ، تويې مه شه

د شرابو پيالې ډكې په تورتم وړم

چې نرگس ته نظر نه كاندي له كبره

و هغو ته څه گلونه د شړشم وړم

كاركنان د كار فرماى په حكم كار كا

زړه چې حكم فرمايي هورې قلم وړم

هومره ډېرې خرخشې، فتنې ، جنگونه

بيا به وايې چي زه ستا غنجونه كم وړم

په هر دم د هغه يار منت راباندې

چې يې هسې ډېر خيالونه په هردم وړم

مخ به چيرې راته سم كړي په يارۍ كې

كه دا خوى به هميشه له عمره سم وړم

چې په كوى كې دې مقيم شم دروغژن يم

كه به نوم په ژبه چېرې د ارم وړم

راته وايې نن زړه څرنگ وړې له مانه ؟

كه دې خوړين كړ هم يې خوښ خوشحال خرم وړم