غزل
زه د یار په درد او غم کې غرقاب خوښ یم
رحمان بابازه د یار په درد او غم کې غرقاب خوښ یم
په دا درد کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم
که ډوبېږم په اوبو که په اور سوځم
د سرو شونډو په آتش او په آب خوښ یم
چې د یار د خط او خال نښې پکې وي
ځوړند سر په مطالعه د کتاب خوښ یم
تر دا پوچه ګفتګویه چې یې اورم
په نغمه، په ترانه د رباب خوښ یم
د ریا تر ناقبوله عبادته
د ساقي په میو مست او خراب خوښ یم
چې نه علم، نه تسبیح، نه تلاوت وي
له دې هسې بیدارۍ نه په خواب خوښ یم
خاموشي که هر څو لویه مرتبه ده
زه د یار سره په سوال او ځواب خوښ یم
د طوبی د ونې سیوری مې خوښ نه دی
ستا د مخ په لمبو سوی کباب خوښ یم
د یار ډېرې غمخوارۍ یم عاجز کړی
رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ یم