غزل
زه او عشق بې قراري
Khushal Khan Khattakزه او عشق بې قراري
دم په دم ژړا، زاري
تېغ و کښلې راښکاره شوه
خوار عاشق دې ځان سپاري
چې هردم په ما ستم کړې
ستا دا هسې ده ياري
ستا له مهره، ستا له لطفه
زه لرم اميدواري
دايم ستا د غم وری وړم
شرط د عشق دی بردبارې
خاکپای اوسه خوشاله!
لوی به کاندي خاکساري