غزل زه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره بې پروا يم د ستۍ په څېر له اوره 02 ږدي په خوله د سمندر مهر د مومو څوک چې ما منع کوي د عشق له شوره 03 بې هجرانه زما بله خواري نشته ولې نشته تر دا بله خواري نوره 04 لکه ته چې خدای هر گوره ښايسته کړې زه يې هم هسې بې صبره کړم هر گوره 05 چې په تور او سپين مې اړوي دا څوک دی که ته نه يې، په مخ سپينه به څه وايم 06 د رقيب له بده خو په به څه وايم لا چې يار ورسره مل شي هاله گوره 07 چې يې پور د مرگ تر پوره لا بد تر دی هۍ توبه د بېلتانه له بده پوره 08 عاشقي سړی مجنون کاندي رحمانه! گڼه څوک په هوښيارۍ ووځي له کوره Dictionary meaning × Headword