غزل
زه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره
رحمان بابازه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره
بې پروا يم د ستۍ په څېر له اوره
ږدي په خوله د سمندر مهر د مومو
څوک چې ما منع کوي د عشق له شوره
بې هجرانه زما بله خواري نشته
ولې نشته تر دا بله خواري نوره
لکه ته چې خدای هر گوره ښايسته کړې
زه يې هم هسې بې صبره کړم هر گوره
چې په تور او سپين مې اړوي دا څوک دی
که ته نه يې، په مخ سپينه به څه وايم
د رقيب له بده خو په به څه وايم
لا چې يار ورسره مل شي هاله گوره
چې يې پور د مرگ تر پوره لا بد تر دی
هۍ توبه د بېلتانه له بده پوره
عاشقي سړی مجنون کاندي رحمانه!
گڼه څوک په هوښيارۍ ووځي له کوره