غزل

زه چې خپلو گناهونو ته نظر کړم

Khushal Khan Khattak

زه چې خپلو گناهونو ته نظر کړم

دا خپل ځان خو د دوزخ و اور ته ورکړم

چې د فضل، د کرم څښتن را ياد شي

د گناه اندوه مې نه وي زړه زړور کړم

اميدوار يې يم له فضله، له کرمه

چې په بل جهان به ذوق تردا بهتر کړم

صلوات په محمد، په چار يارانو

بس دا هومره خپل حديث به مختصر کړم

چې په دا جهان پر نوم دما خوشال کړ

همېشه په خوشاليه کې اختر کړم