غزل
زه دا هسې دېوانه او مجنون چا کړم
Rahman Babaزه دا هسې دېوانه او مجنون چا کړم
له رواجه له رسومه بېرون چا کړم
نه پوهېږم چې دا چارې په ما څوک کا
لېونی د خپل نگاه په افسون چا کړم
کومې سترگې کوم باڼه کومه غمزه ده
ډوب شهيد غوندې په خاک و په خون چا کړم
توان توفيق د فتنو هېڅ راڅخه نشته
په فتنو دتورو سترگو مفتون چا کړم
رحمان هيڅ له خپله ځانه خبر نه يم
چې دا هسې رنگ محزون او زبون چا کړم