غزل
زه ژوليده تر يم که مجنون ژوليده تر
Khushal Khan Khattakزه ژوليده تر يم که مجنون ژوليده تر
هيڅ خبره مه کړه، سره دواړه سر په سر
گوره چې څه حال دی ستا په زلفو کې د زړه مې
باد رالره راوړ نن پرېشان پرېشان خبر
گل د لاله ښه دی، راته وايه که بار خو مې؟
ستا زېبا بار خو به له گياه کړم برابر!
نه په گشت د باغ ځي، نه په سيل د گلونو
څوک چې په کوڅه د دلربا لري مقر
تا وته د خپلو شونډو قدر ښکاره نه دی
ما زده چې عسل دي يا نبات دي يا شکر
مخ په پلو پټ کړې رڼا ورځ ورباندې شام کړې
بيا چې پلو واخلې په عاشق شي سپين سحر
در په غېږ کې پروت قدر يې نه زده د سيپۍ
چا د درقيمت زده، جوهري صاحب نظر
يو بڅری درومي، واړه ښهر سرې لمبې کا
مه گوره ښه مخ ته زړو ته غم راوړي بصر
سترگو ته يې وگوره خوشاله باڼه وروځي
ستا د مرگ د پاره په څو جوړ لري لښکر