غزل
زه اول در خبر نه وم چې دا هسې بې وفا يې
Khushal Khan Khattakزه اول در خبر نه وم چې دا هسې بې وفا يې
په ورځ سل سوگنده وکړې، بيا له واړو بې پروا يې
ما چې زړه و تاته در کړ، خلقې راباندې غاوه کا
ولې هسې خبر نه دي چې ته څرنگه زېبا يې
ای چې ما وته ويل کړې، چې په کښليو نظر مه کړه
څوک به ستا په ويل غوږ کا چې د مرگ خبرې وايې
په ما يو وېښته د خپلې معشوقې تر حورې ښه دی
ملا! څو به هر زمان د جنت حورې راته ستايې
د گلونو قدر هر زاغ و زغن نه زده، توتا زده
هسې مه وايه نادانه! چې په څه صورت شيدا يې
دا څه تورې سترگې نه دي چې زما زړگی يې يووړ
دا څه لا نهورې بلا دې خدايه! ته دانا، بينا يې
دا نه خال، نه زنخدان دی، نه پرېشانې تورې زلفې
دا يو راز الهي دی که ته پوه په دا وينا يې
دا دخلکو ملامت دی، که پېغور دی د وگړي
دا همه زما قبول دي، خو که ته له ما پخلا يې
نن په څراغ په کور کې نه ږدم چې گومان هيڅوک ونه کا
دا نژدې دچم وگړي چې نن شپه مېلمه زما يې
ما ويل چې د زړه غم به درته ووايم چې راشې
غم به څه وايم و تاته چې په راغله غم زدا يې
چې د زلفو نافې تل ، تل څنډوې د باد و مخ ته
خوشال خود په تا پوهېږي چې هوسيه د ختا يې