غزل
زه په سل رنگه راغب
Rahman Babaزه په سل رنگه راغب
ته په سل رنگه غايب
دا به څرنگ شي دلبره
چې زه مست يم ته تايب
که له جوره دې فرياد کړم
دا هم نه دي مناسب
که څه وايم نه مې رسي
زه مغلوب يم ته غالب
څه سيالي برابري ده
د مطلوب اود طالب
دا ستا مهر و محبت کړه
خدای په ما باندې واجب
درد و غم دې هومره نه دی
چې يې وکښم په کاتب
جدايي ده ډېره سخته
دا رواح او د قالب
چې مجنون په ځنکدن شه
زه يې پرېښودم نايب
وصيت يې راته وکړه
په څو رنگه عجايب
چې روزي دې شه رحمانه
زما واړه مراتب