غزل زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه 02 جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه 03 چې راغلی په جهان يم، خبر شوی په خپل ځان يم د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه 04 په عالم زما خبرې، خلک کا په نژدې لرې په وگړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه 05 چې دمخ پلو يې واشو، يو مشال و چې نما شو هغه دم پرې پروانه وم، پروانه يم لا تر اوسه 06 ناوکي يې دمژگان دي، چې بلا زما د ځان دي ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه 07 چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم له عالمه بېگانه وم، بېگانه يم لا تراوسه 08 هغه بحر چې محيط دی، په افراط اوپه تفريط دی دغه بحر دُردانه وم، دُر دانه يم لا تر اوسه 09 هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره زه خوشال چې يگانه وم، يگانه يم لا تر اوسه Dictionary meaning × Headword