غزل
زه يو يار غواړم زېبا ښه
Khushal Khan Khattakزه يو يار غواړم زېبا ښه
سر تر پايه دلربا ښه
ښايسته په شپږ جهته
هر اندام، جدا جدا ښه
څو د شهر ښايسته دي
دی په حسن تر هر چا ښه
تن يې ښه د گل تر پاڼيو
تمامي قد و بالا ښه
دواړه زلفې عنبر پاشې
گل غذار تر لاله لا ښه
تورې سترگې، تورې وروځې
تور باڼه اوږده والا ښه
تنگه خوله حقه د لعلو
غاښ يې دُر قيمت بها ښه
گبينه يې سر د ژبې
دواړه لب يې تر حلوا ښه
گلرېزي که په خبرو
تر شکرو په خندا ښه
څړه نياز و څړه ناز وي
په جفا ښه په وفا ښه
که مې وژني تېغ راواخلي
دده تېغ لگي په ما ښه
که هوا ده د ښه مخ ده
نشته ښه تر دا هوا ښه
هر چې دا هوا يې نه وي
هغه نه دی په دنيا ښه
دا غزل چې خوشال ووی
څوک به ووايي تر دا ښه؟