نظم

ظاهر کول د خپل درد راستي

Khushal Khan Khattak

که په عمر دولتخواه يم

په دا کار کې بېگناه يم

د بادشاه په کور کې راست وم

نه راضي په کم و کاست وم

له اخلاصه مې خدمت و

صاف مې زړه وصاف مې نيت و

د نمک په کار کې زه وم

چې په سر په هيچا نه وم

که شهباز و که يحيی و

سر يې ايښی په رښتيا و

که دمړو ژونديو حق شته

يا پاداش د حق نا حق شته

اميدوار يم والله ته

د الله و لوی درگاه ته

خدای به زر اثر ښکاره کا

نا انصاف به اواره کا

د ما کار به لکهزر شي

تر اول به لا بهتر شي

په هر څه کې يو يو فال شته

په هر څه کې يو يو خيال شته

نو لکی شوم هاله لک وم

يوسفزی شومه خټک وم