غزل

زاهدان چې د رندانو تل پېغور کا

Khushal Khan Khattak

زاهدان چې د رندانو تل پېغور کا

که توانيږي ازلي قسمت دې نور کا

ښه چې سپين د زهد لرې له ما گرځي

چې و تورو ته نژدې شي سپين هم تور کا

که رښتيا وايم ويل يې په ما اور دی

څوک عالم به يې خبرې لور په لور کا

که په خوله مهر وهلی دعاشق دی

په سينه کې يې زړه وگوره څه شور کا

له ليلی نه نورېده دمجنون مينه

چې مې زړه له ياره نيسي خلک زور کا

نازنينې ددې شهر واړه بويه

چې نن ناز و غمزه ستا له سترگو پور کا

زما يار په هر محفل باندې چې راشي

په ښايست د ښايسته و بازار خور کا

يو زمان د زړه خوښي په لاله زار کې

دا فلک يې بل زمان راباندې اور کا

چې ديدن د مين نه وي زه يې څه کړم

که گلونه شگفتن راته هر لور کا

تېر ياران به نور ونه ويني په سترگو

که خوشال ورپسې دوه سترگې څلور کا