نظم

ذکر اسامي د امامانو

Khushal Khan Khattak

د جهان دولس امام دی

په حديث کې نام په نام دي

يو علي دويم حسن دی

بل حسين پاکيزه تن دی

چارم زين العابدين دی

بل باقر ستنه د دين دی

بل جعفر ورپسې هم دی

بل امام موسی کاظم دی

بل امام علي رضا دی

محمد تقي بل بيا دی

بل امام علي نقي دی

بل حسن عسکري دی

بل امام، امام مهدي دی

چې د درست جهان هادي دی

د بي بي زهرا اولاد دي

پشت په پشت دا هسې ياد دي

پاک سني هغه آدم دی

چې د آل په عشق محکم دی