نظم
ذکر د ايام منحوسه
Khushal Khan Khattakپکې کار که زياتو کم وي
کړه يې نه بويه چې غم وي
څلورم د محرم دی
ور پسې يې بيا پنځم دی
د صفر غره ده ياره
ور پسې شلم وشماره
د وړومبی خور څوارلسم دی
ور پسې پوره شلم دی
د دويمې خور غره ده
اتلسم هم نه ښه ده
د درېمې خور لسم دی
ور پسې يې يولسم دی
څلورمه خور وايمه
څلورمه بيا لسمه
په رجب کې ده دويمه
ور پسې بيا ديارلسمه
د شعبان ده څلورمه
ور پسې ده بيا شلمه
په روژې کې ورځ درېمه
ور پسې ده بيا شلمه
د شوال شپږم اتم دی
ذي قعده دويم انم دی
ذوالحجه شپږم ای ياره
ور پسې شلم وشماره
بيا په هره مياشت نايه ده
چې وروستۍ چهارشنبه ده
دا حساب دې بيا د ستا شي
چېرې نه وي چې خطا شي