نظم

ذکر د ايمان د شپږو حصارونو

Khushal Khan Khattak

چې بزرگانو دي ويلي

هغه واړه ما منلي

دا ويل دي د بزرگانو

تاسې واورئ ای يارانو

ايمان څه دی لکه شهر

شپږ حصاره لري جهر

ايمان څه دی لکه شهر

شپږ حصاره لري جهر

دوه د سرو د سپينو زرو

بل حديد بل د مرمرو

بل دخښتو بل د گل دی

پرې به پوه وي چې عاقل دی

چې يې کوټ د گل محکم وي

کوټ د خښتو مسلم وي

که د خښتو کوټ ويران شي

و بل کوټ وته نقصان شي

په هر کوټ چې رخنه شينه

خلل بل لره ورځينه

په شپږم باندې چې ورشي

خلل درست ښهر اوتر شي

ايمان هم په هسې شان دی

پرې به پوه وي چې پردان دی

اول کوټ د تا يقين دی

سراسر واړه زرين دی

يا اخلاص دی بيا فرضونه

بيا واجب بيا سنتونه

يا په دا پسې آداب دي

شپږ پوره په دا حساب دي

په آداب چې څوک محکم وي

د سنت به يې څه غم وي

که شيطان په سنت ځير شي

ستا واجب خلل پذير شي

په واجب که خلل گډ کا

فريضه به بيا گډوډ کا

فريضه چې خلل مومي

غم اخلاص لره وردرومي

د اخلاص چې رخنه گر شي

په يقين باندې به ور شي

په يقين پسې ايمان دی

خدای د هر چا نگهبان دی