نظم ذکر د جزيه د غنيمت Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په جهود جزيه روا ده په هندو ده په ترسا ده 02 چې په ملک د اسلام اوسي له هغو دې جزيه يوسي 03 په دروېش دولس درمه چې يې واخلي نور بې غمه 04 په ميانه بست و چهار وي څلوېښت په دنيا دار وي 05 په زنانو کودکانو په پېرانو بندگانو 06 جزيه هيڅ نه ده واجبه ځنې مه غواړه نايبه 07 غنيمت له دارالحربه مواشي دې نه کړي چربه 08 رخت لباس کا بندگان دي زر و سيم که اس اوښان دي 09 چې په دار اسلام راشي وېش دې گډ په دا اشيا شي 10 پنجک بخره د امام ده نور د درست لښکر تمام ده 11 که په دا کې څه نقصان کا زيان د دين و د ايمان کا 12 د سواره دوه بخره بويه د پيکه يوه ده زويه Dictionary meaning × Headword