نظم
ذکر د خير او د شرم
Khushal Khan Khattakخير او شر چې له چا کېږي
کفر ظلم پيدا کېږي
په ښه وياړه په بد ژاړه
د سړي فعل دی واړه
که و خدای ته يې نسبت کړې
دا خطا په شريعت کړې
څوک چې ظلم معصيت کا
خدای ولې عقوبت کا
که دا فعل د دار دی
سکه دا دار د ظلم کار دی
چې په خپله فعل و کا
حواله په تا بد ښه کا
که و خدای ته ظالم وايي
صريح کفر به و نمايي
چې بدي کړې ته ظالم يې
که ظالم دمظالم يې
مشيت واړه دده دی
مشيت چې کل دده دی
فعل کړونی يې سړی دی
په ښه بد نيولی دی دی
دا ځای ځای د ښويېدو دی
فکر ډوب په اندېښنو دی
ځان لازم بوله په بدو
مه کړه نور فکر د ردو