نظم

ذکر د مرده د غسل

Khushal Khan Khattak

د مرده غسل ثواب دی

خبر هسې په دا باب دی

چې مرده ته غسل ور کا

په ښه رنگ يې وجود تر کا

څو په تن د مړه ويښته وي

مزد به دا هومره دده وي

چې بنده سړی آزاد کا

په ثواب يې خاطر ښاد کا

هسې رنگ د مرده وله وي

چې يې عيب ښکاره نه وي

شرم گاه يې پوشيده وي

نور غاسل آمرزيده وي

که يې عيب آشکار کا

غاسل ځان لره بلا کا

مزد يې واړه حبطه دی

ډېر گنده کاندي گنده دی