نظم
ذکر د موت
Khushal Khan Khattakولاړ په دا قلم مطلق دی
مرگ په واړو باندې حق دی
هر چې وزېږي له موره
بيا به وريشي تر گوره
عزرائيل په دا مامور دی
چې هر څوک وژني دستور دی
تر قيامته شر و شور دی
له اول منزل د گور دی
سوال جواب د گور ای ياره
نېک و بد يې حق و شماره
په نېک بخت به گور گلزار وي
په بدبخت به غر د نار وي