نظم

ذکر د نمانځه د فرضيت

Khushal Khan Khattak

نمونځ په دا په سړي فرض شه

په معنی کې لکه فرض شه

سړی نه و خدای پيدا کړ

مکرم يې په دنيا کړ

په صورت کې سر تر پای

نعمتونه دي له خدای

سر په تن سور کړی ده دی

مخ ته نور ور کړی ده دی

سترگې وروځې باڼه گوره

زېبايي لري هر گوره

که دې تور د سترگو نه وي

ستا به زړه له غمه چوي

پوزې خولې وته نظر کړه

په کې ځير لعل و گوهر کړه

دوه غوږونه دوه رخساره

د زنځ وکړه ننداره

لاس و پښې در کړي چا دي

بند په بند جوړ کړي چا دي

هر وېښته د صورت گوره

په وجود کې نعمت گوره

درست ظاهر باطن نعيم يې

ته يو احسن التقويم يې

که په زړه دې دانايي ده

که د ژبې گويايي ده

دا يې واړه و تا در کړه

ښه يې واړه و تا در کړه

په هر څه يې مکرم کړې

خليفه يې د عالم کړې

يو سجود له تا نه غواړي

په يوه سجده دې وياړي

دی دې رب دی، دی معبود دی

ځکه فرض په تا سجود دی

د نعمت شکر بايده دی

ناسپاس سړی ښه نه دی

نمونځ چې فرض شه پنځه وخته

په وخت وخت يې کړه نېکبخته

چې له فرض نمانځه دور دی

بد بنده دی ناشکور دی

هر بنده چې ناشکور شي

د صاحب له فهمه دور شي

د صاحب اندوه يې کوم

چې بنده لري تر روم

په طاعت د بنده سود دی

خدای غم نه لري معبود دی

په طاعت بنده نمانځه شي

په عناد سره ښکانځه شي

په قيامت به دا نمونځونه

د سړي شي براقونه

وار په وار به پرې سورېږي

و جنت ته به رسېږي