نظم

ذکر د اهل کبائر او کبيره گناهونه چې څو دي

Khushal Khan Khattak

کبيره واړه اتۀ دي

شپږويشت هم په اورېدۀ دي

چې په ژبه شي يازده دي

ښه يې زده کړه که دې زده دي

کبيره د نفس اوه دي

زيات و کم تر اوه نه دي

په لاس درې دي نه څلور دي

يو په پښو په فرج دوه نور دي

دوه په درست واړه اندام دي

شپږ ويشت و شماره تمام دي

چې په ژبه يازده ياد دي

تعداد کړي مې استاد دي

دروغ کل واړه ناروغ دي

کبيره هغه دروغ دي

چې پرې زيان دمسلمان شي

لس درمه د چا زيان شي

کله ښه د هغه ږيره

چې دروغ وايي په ږيره

بل چې چا وته دشنام کا

په زنا سره يې بدنام کا

بل غيبت دی بل بهتان دی

سخن چين هم په دا شان دی

چې لقب به مؤمن ساز که

چې مؤمن په غم گداز که

بل سوگند په دروغ شماره

بل گواهي په دروغ ياره

چې د خدای شريک پيدا کا

بل چې سحر په عمدا کا

چې په نفس وي هغه دادي

ته يې ومنه رښتيا دي

چې مالونه د يتيم خوري

سوايي خمر بې بيم خوري

چې ستم په مسلمان که

مال يې خوري ناحق يې زيان که

چې د کوس غوښې څوک خورينه

يا مردارې پخوينه

چې کشتار د کافران دي

چې يې غوښې خوري دا شان دي

چې په لاس کبيره کېږي

هغه دا رنگې يادېږي

اول قتل په نا حق دی

بل د غلا نقل مطلق دی

بيا چې ظلم بېدادي که

ښکاره خلق فريادي که

چې په پښو کبيره ياد دي

هغه يو دا هسې زياد دي

چې په جنگ کې له کافره

پښه عقب که له مقره

چې په فرج وي يوزنا ده

لواطت بده بلا ده

چې په درست اندام يې شمار دی

يو آزار دمور و پلار دی

بل چې فرض دخدای قضا که

کبيره گناه هم دا که