نظم

ذکر د پل صراط د گذر

Khushal Khan Khattak

مؤمنان دې و گروهېږي

په صراط به گذر کېږي

صراط جسر په سقر دی

تر تېرې تورې تېز تر دی

ترالماسه برنده دی

جهنده دی خيزنده دی

تر ويښته باريک ښکارېږي

تور تر تورې شپې يادېږي

په زرگونه کروهه لوړ دی

بې حساسبه يې تېغ جور دی

خلقې به پرې تېرېږي

له هيبته به لړزېږي

په ايمان به تېرېده وي

په طاعت به خلاصېده وي

څوک به برق غوندې تېرېږي

څوک به ياد غوندې بهېږي

څوک به ځي لکه مرغونه

يا تېز پرې يا سست پرونه

څوک به اس غوندې پرې ځغلي

څوک به يون کاندي د پلي

څوک به تېر په روزانه شي

څوک به تېر به ماهيانه شي

څوک به کال ورباندې درومي

په رنگ رنگ به خلاصی مومي

په پنځه ويشت زره کاله

حال به دا وي زما لاله

روښنايي به د ايمان وي

په طاعت به کار اسان وي

مؤمنان چې په صراط ځي

همگي به په نشاط ځي

فرښتي به ور سره ځي

همگي به په نشاط ځي

بشارت به باندې کاندي

ور سره د وروستو وړاندې

په صراط مشکلي گرانه

په مومن به شي اسانه

هسې رنگ به دده تله وي

چې په هيڅ به خبر نه وي

په جنت کې به داخل شي

يو نشاط به يې په سل شي

په صراط فرښتي ياره

له تا غواړي يو څو کاره

يو توحيد ايمان سلاة هم

روزه حج پنځم زکات هم

شپږم حق د مور و پلار دی

هم د خوېش و د تبار دی

چار د غسل د وضو ده

چې پاکي يې مو په مو ده

که په دا کې دې کار ساز وي

په صراط به دواړه ساز وي

که په دا کې لر و بر يې

خود په خود د جان خطر يې

مؤمنان چې يې گذران شي

بيا به وار په کافران شي

په صراط چې گذر کاندي

تاريکي به وي پرې باندې

فريادونه به آغاز که

پرېوتو ته به ځان ساز که

حجابونه به پيدا شي

ځای په ځای به پرې ژړا شي

و دوزخ ته به پرېوځي

په آتش کې به کېوځي

د بدبختو به مخ تور وي

واړه تن به يې تور سکور وي

و دوزخ ته به روان شي

غم به ساز د دوی په ځان شي

په عذاب کې به تل اوسي

کل ښادي به ځنې يوسي

مصاحب به يې شيطان وي

په دوزخ کې به حيران وي

چې يې کړی معصيت وي

هغه دم به فضيحت وي

خپل دفتر وته به گوري

شرمنده به وي مخ توري

جاويدان به يې عذاب وي

په دوزخ کې به کباب وي