نظم

ذکر د رجال الغيب

Khushal Khan Khattak

دا هم زده کا که تورزن يې

په پرخاش په ښکار مين يې

د جهان که څوک آگاه دي

پاسبانان رجال الله دي

په اته کونجونه گرځي

پاسباني که ځکه غورځي

مخامخ که څوک پرې درومي

فېروزي به بيا نه مومي

چې د دېو په کين څنگ وي

يا تر شا نور دې آهنگ وي

استمداد دې ځنې غواړي

د نصرت په کار دې وياړي

کنجغ باشم گوره

کنجغ بشم ای وروره

کنجغ باشم زده کړه

کنجغ اشم شماره کړه

دوی به وي په دا مکان کې

فکر ښه بويه په ځان کې