نظم
ذکر د طهارت اود فرض د واجب او سنت
Khushal Khan Khattakچې ايمان په خدای راوړينه
فرض واجب دې گذارينه
د رسول سنت دې کاندې
چې لازم دي دا پرې باندې
څو چې شته معصيت واړه
چې دده نۀ شي په غاړه
په توحيد چې ايماندار شي
که هر څو طاعت بسيار شي
اول نمونځ بيا نور طاعت دی
د نمانځه هومره قوت دی
الذين يؤمنون
هسې ډېر دي آيتونه
دنمانځه په باب راغلي
په قرآن کې خدا ويلي
د اودس سره نمونځ ښه دی
بې اودسه نمونځ هيڅ نه دی
بې اودسه چې نمونځ کاندي
کفر ورشي په ده باندې
طهارت دی په دوه رنگه
له دانشه له فرهنگه
له حدثه طهارت دی
طهارت دجنابت دی
د حدث چې وضو وکړې
پاک شوې نور په نماز ته کړې
چې درست تن په اوبو تر شي
دجنب طهارت ور شي