نظم

ذکر د هغو د ثواب که زکات ښه وباسي

Khushal Khan Khattak

دا ويل د پاک رسول دي

کل ويل دده قبول دي

چې زکات ښه ورکوينه

درې ښادۍ به پرې ورځينه

خاندان به يې آباد شي

رزق روزي به يې زياد شي

برکت به يې په مال شي

ډېرېده به يې هر کال شي

په قيامت به پرې سايه وي

که زکات که صدقه وي

دی به خلاص وي له زحمته

د غارمه له حرارته

بل به پټ په اغوستن وي

پوشيده به دده تن وي

بل به هسې پرده وشي

چې دوزخ به ليده نه شي

دی به خلاص وي له هيبته

د دوزخ له قباحته!

هول و ترس به باندې نه وي

هر احوال به دده ښه وي