نظم ذکر خوارج د باغي ذمي د خراج وغيره Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دانايان به په دا پوه وي خوارج هغه گروه وي 02 چې خروج په امام وکا د امام اطاعت نه کا 03 اهل بغې هم هغه دي که باغي دي هم هغه دي 04 چې سر واخلي له امامه ده ښادي په دوی حرامه 05 مسلمان بللي بويه کليمه لولي حق گويه 06 که بادشاه عادل دانا وي جنگ له دوی سره روا وي 07 چې په جنگ کې ورته شا کا که پسې درومي خطا کا 08 که يې مومي پرهار ژلي په تپاک بويه ساتلي 09 آس وسله دې يې ساتينه کاروبار دې پرېکوينه 10 چې آشتي و که جنگ پرېږدي مال دې واړه ورته کېږدي 11 چې باغي سره جنگ کاندي که مري صد رحمت ورباندې 12 که بېشماره مقتولان وي هغه واړه شهيدان وي Dictionary meaning × Headword