نظم ذکر تاليف د کتاب Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا سږ کال چې د غفط دی يو کتاب مې په نمط دی 02 چې يې نوی بنياد کېږدم يو دا کار په جهان پرېږدم 03 ساده نظم بې دقته بې اشکاله بې لغته 04 په خفيف بحر ويلی تکلف ځنې وتلی 05 چې اسان په يادول وي مختصر ښکلی په کښل وي 06 چې هر څوک ورته وگوري نېک عمل ونه وښوري 07 چې لازمې مسئلې دي د رسول د پاکې خولې دې 08 له حديثه له آيته له توحيده له طاعته 09 زه ياري غواړم له خدايه چې حرف ونکښم بې ځايه 10 خاص اخلاص راکه و مانه بل غرض ووځي له ميانه 11 کار پرې ساز اول زما شي د هر چا په غرض بيا شي 12 د حکمت له کتابونو راوتلي له بابونو 13 دين دنيا به په کې مومې که په حکم يې څوک درومي 14 دا کتاب چې درست زېبا دی سراسر فضل عطا دی 15 چې عطا نه وي له غيبه کار خالي نه وي له عيبه Dictionary meaning × Headword