غزل

ذرې ته چېهسې برېښې منوره

Khushal Khan Khattak

ذرې ته چېهسې برېښې منوره

که پوهېږې دا برېښنا دې ده له نمره

وايي لار دختو نشته و اسمان ته

زه به لار درته پيدا کړم بې هنره

د عشق شور که د عاشق د زړه قضا دی

له دې شوره خالي مه شي زما سره

هم دخلکو ملامت ، هم ستا ناسازې

دا به شوې، يار چې ته نيوې په غوره

راز يې ولې ښکاره او ښه چې په دار شو

د منصور سزا تر دا وه لا بتره

وير مې دا دی چې له کښلو به جدا شم

څه له خپله سره نه وه زما وېره

زه به غوږ د ناصحانو په پند نه کړم

که يې اروې دا وينا ده مختصره

وايي ومره چې دې زه له غمه خلاص شم

زما دا دعوه لنډېږي تر محشره!

د خوشال ژړا په دا ده نور څه نه ده

چې په مهر ورته نه خاندي دلبره