غزل زوړ سړی چې د ځوانيې هوس کاندي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زوړ سړی چې د ځوانيې هوس کاندي ورته وايه چې دا څه په کونه خاندي 02 چې په کال کې يې زړتوب وي، هم ځواني وي د سړي ترکاره ښه دی کار د سپاندې 03 کله هسې په خوان موړ شي چې يې نه خوري کله خوان ته سترگې اړوي نغلاندې 04 په نيتونو، په صورتونو په لاسونو خلقې دي سره يو تر بله هړاندې 05 اوس په سپينه ږيره څه له مرگه ډار کړم ياران تورې ږيرې ولاړل تر ما وړاندې 06 چې د مځکې مخ يې لاندې و تر حکم راشه وگوره هغه تر مځکې لاندې 07 دا عالم رنگ روان دی که يې گورې خو هم هسې سره اوري لاندې باندې 08 د قضا تنور ما وليده په سترگو ما خوشال چې پکې سېځي وچې تاندې Dictionary meaning × Headword