څلوريزه

زويه مې ډېر دي، واړه عزيز اوسه

Khushal Khan Khattak

زويه مې ډېر دي، واړه عزيز اوسه

په هره چاره کې صاحب تميز اوسه

خو يو بهرام دی، په خوی ناڅيزه

لکه ناچيز دی، هسې ناڅيز اوسه