څلوريزه

ځينې په علم گردن دراز کا

Khushal Khan Khattak

ځينې په علم گردن دراز کا

ځينې په زهد په شېخۍ نازکا

ما سر نيولی د عشق په کار دی

ما دې په دا کې خدای سر فراز کا