څلوريزه

زړه چې نسکوروي غم يې په کور وي

Khushal Khan Khattak

زړه چې نسکوروي غم يې په کور وي

که ډېر يې زر وي که ډېر يې زور وي

تل به پرې پورې د سيال پېغور وي

مخ يې که وينځې هم به يې تور وي