غزل
زړه لرې د کاڼي، په خوشال باندې پوست نه شو
Khushal Khan Khattakزړه لرې د کاڼي، په خوشال باندې پوست نه شو
څه شو که دخولې خبره کړې چېرې پسته
هو! په دا قايل يم کښلي ډېر دي، لور په لور شته
خدايږو که د حسن سپاره تا غوندې يو سپور شته
تا وی چې غم مه کړه، يوه ورځ به دې غم وخورم
څه لره به غم خورم چې مې تا غوندې غمخور شته
ستا په سر سوگند خورم ته زما و سر ته لوړې
ښه مهر دې دا دی که لا ښه مهر دې نور شته
ای چې راته وايې عاشقي شرم پېغور ده
واړه مې قبول دي، که مې شرم، که پېغور شته
خلک مې چې بولي ستا له مخه و گلزار ته
بل بهار به څه کړم چې مې يو بهار په کور شته
روبرو په ناست خلک کې زړونه د عالم وړې
ستا د تورو سترگو غوندې هم په جهان خور شته
حکم امر ستا دی، که مې بولې، يا شړې مې!
څه به درته وايم دخوشال بنده څه زور شته