غزل

زړه راپسې سر شو، راته وايي چې ويېږه

Khushal Khan Khattak

زړه راپسې سر شو، راته وايي چې ويېږه

وايه! وايه! له ويلو مه درېږه

تش شه له خروشه، څو په تا کېږي له جوشه

ژاړه، ژاړه! ژاړه! په سبا بېگا نخولېږه

ظلم جور ستا دی، چې په نر ناحق په ما دی

مه کړه! مه کړه! مه کړه! له آزاره ووېرېږه

سوی لوغړن يم، تل په آه و په شيون يم

وسوم، وسوم، وسوم، درومه! اور درولگېږه

اوس خو بې پروا يې، که زه ومرم بيا به وايې

مرمه، مرمه، مرمه، څو لاپايم و پوهېږه

څه وايم چې څه کړې، سراسر واړه ښه نه کړې

جگې، جگې، جگې، په رښتيا مې مه قهرېږه

تله دي، تېرېده دي، ښه له هر چا سره ښه دي

ښه کړه، ښه کړه، ښه کړه! د نېکخواه خبرې نغوږه

کبر، لويي مه کړه، چې دعا گټي هغه کړه

وينه! وينه ! وينه! ولې مهر کړه تېرېږه

رېږدي غاړې غرونه - د خوشال په فريادونه

واروه! واروه! واروه! راشه! څه خو وگروهېږه