نظم

زړه سفر له دې دنيا

Khushal Khan Khattak

زړه سفر له دې دنيا

په تحقيق دی په رښتيا

که هزار کاله پايېږي

هم دې نه وينم احيا

راشه وگوره همزولي

چې يې ځای دی په بيديا

باندې جوړ د خاورو څلي

زرغونه باندې گيا

که يې گور کړې سره بيارته

هيڅ به نه وي مهيا

که نارې ورباندې وکړې

هيڅ به نه شي در گويا

چې دا حال وينې په سترگو

ولې هسې يې عميا

چې بېړۍ په کې زر وځي

څه خوني دی دا دريا

تورې خاورې شول په گور کې

چې د سترگو وو توتيا

داجهان فنا پذير دی

تر ثرا تر ثريا

د دنيا راحت محنت دی

تاريکي يې ده ضيا

گه د عيش طلبگار يې

دجنجال نه يې جويا

دلبستي په دنيا مه کړه

بود يې نشته د اشيا

موږ په مثل د دانې يو

پاس په موږ گرځي آسيا

چې خپل گور لره راحت وړي

هغه څوک دي اتقيا

چې خپل گور لره زحمت وړي

هغه څوک دي اشقيا

باندې پرېوځي موټی خاورې

په مرگ نه مري اوليا

اوليا دي په جهان کې

په مثال لکه کېميا

د باطن خيری ور کېږي

په صحبت دا صفيا

يو سجود په اخلاص ښه دی

له سل زره په ريا

همگي د ښو خويونه

وابسته دي په حيا

دخوشال ژوندون په خدای دی

نه شهباز دی نه يحيا